ارک جي اى اس سافټوېر کې راډيو پلانينګ اوزار ورزياتېدى شي چې د رڼايي، برېښمېګناتيکي او غږيزې وړانګې پرې په نخچه کې ليدى او سيمولېشن يې کوى شئ. د جي اى اس په مرسته تاسې کوى شى چې د خپلې مخابراتي شبکې سېګنل پياوړتيا نخچه جوړه کړئ او خپل وېبځاى کې يې خپلو پيروندونکو ته وړاندې کړى.
لاندې د مخابراتي شبکو د سېګنل کچه د ټول افغانستان لپاره په نخچه کې ليدى شى چې ارک جي اى اس پرو کې د يو سېمولېشن اکسټنشن په مرسته جوړه شوې. دغه نخچه کې د 3G 1800 MHz بانډ ټاورونو او انتنونه په اټکلي ډول کېښودل شوي. که ستاسې مخابراتي اداره دغه ډول نخچو ته اړيتا لري د پلان جوړولو او يا هم خپل وېبسايټ کې خپلو پيرودونکو ته ښودولو لپاره نو مونږ سره اړيکه وکړئ.